کابل او پروان کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو منسوبینو په کابل او پروان ولایتونو کې د دوه بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د "هیرویینو او چرسو" د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ په "سنګ نوشته" سیمه کې یو کس د وسایطو د تلاشۍ پر مهال د هیرویینو د قاچاق او همدارنګه د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې هم یو کس د نږدې درې کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.