هلمند کې څلور تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول
پولیسو د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې څلور تنه د هدفي وژنو په تور نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر دولتي کارکوونکو بریدونه وکړي، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو عراده موټرسایکل او یوه قبضه تفنګچه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دا کسان اوسمهال د پولیسو تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي.