کابل او لوګر کې له اوه ترورېستي بریدونو مخنیوی شوی

د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قوماندانۍ منسوبینو او د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو د اوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د کابل ښار د اتمې ناحیې په شیوهکي سیمه کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین او د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې شپږ کړۍ د وسایطو ضد او چسپکي ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې پولیسو پر وخت کشف او له منځه وړي دي.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.