زابل کې د څوارلسو طالب ترهګرو وژل کېدل

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۸ - ۱۴:۵۲
moi


د زابل او کندهار ولایتونو په لویه لار، د ملي پولیسو او ترهګرو تر منځ نښته کې ۱۴ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالب ترهګرو غوښتل  د زابل او کندهار ولایتونو د لویې لارې پر پوستو برید وکړي، چې د ملي پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول او  په ترڅ کې ۶ طالب ترهګر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.