درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د وسایطو او نقدو پیسو د غلا په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۴:۲۵
1

تېره ورځ د ملي پولیسو منسوبینو په کابل، غزني او بلخ ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د لېږدوونکو وسایطو او نقدو پیسو د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیولي دي.

له دې ډلې؛ د کابل ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه د یوه عراده لېږدوونکې واسطې د غلا په تړاو، په غزني ښار کې دوه تنه د وسایطو او نقدو پیسو د غلا او همداراز د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د دویمې ناحیې په اړوند پرتو سیمو کې هم دوه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوي لېږدوونکي وسایط  او یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.