ننګرهار کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
له یاد کس څخه جعلي پاسپورټونه او څو سیټه موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیاتو په پایله کې هم یو کس د ۱۰۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولی دی.
له دې کس څخه یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.