د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د وروستیو ترورېستي پېښو د شنډ پهپار وستایل شول

نن ماسپښین جمهور رییس او د وسلهوال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني کورنیو چارو وزارت ته راغی او په وزارت کې یې د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو د لیدنې برسېره د ځانګړو ځواکونو ترسره شوي عملیات وستایل او له دوی څخه یې د ملکي خلکو د ژغورنې له عملیاتو مننه وکړه.
جمهور رییس د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د دې خاورې ريښتني اتلان یاد کړل او ځانګړو ځواکونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ترهګرو شبکې په نښه کړي او هر هغه ډله چې پر عامه اهدافو تعرض کوي، پر وړاندې یې جدي یرغلیز غبرګون وښيي.
همداراز د وسلهوال پوځ اعلی سرقومندان د وزارت په انګړ کې د ملي پولیسو د شهیدانو څلي ته د درناوي مراسم ترسره کړل او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او شته ستونزو ته یې جدي او پر وخت رسېدنه وکړي.
په پای کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان پاسوال میراحمد عظیمي د جمهور رییس له هر اړخیزې پاملرنې ځانګړې مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه به په هر حالت کې له خپلو خلکو ساتنه او پالنه وکړي او د دښمن اهداف به په نښه کړي.