کاپیسا کې پینځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي او هلمند کې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۱۳:۲۳
1

نن سهار د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت د نو‌اباد سیمې په مظفر کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پینځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر مهمات، نظامي تجهیزات او یو میل ښکاري ټوپک هم ترلاسه شوي دي.
بل‌خوا وړمه شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په سیداباد کلي کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف او یو قبضه لاسي بم کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي.