لوګر کې د انسان تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه
پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پُلعلَم ښار کې د انسان تښوونکو او وسایطو غلاو یوه حرفوي درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو غوښتل د صرافانو مارکېټ په سیمه کې د وسایطو د غلا برسېره، یو صراف وتښتوي؛ چې د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې د منسوبینو لهخوا پر وخت تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو تر دې دمخه هم په لوګر کې په ګڼو جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاو کې لاس درلود، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې اړونده بنسټ ته وسپارل شي.