بلخ کې څلور حرفوي غله ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په دهدادي ولسوالۍ کې د جنايي جرمونو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسایطو څلور حرفوي غله نیولي دي.
دا کسان د دهدادي ولسوالۍ له "چهل دختران قلعې" نیول شوي، چې د وسایطو د غلا په بېلابېلو قضیو تورن دي.
له یادو کسانو څخه یو عراده کرولا ډوله موټر، یو میل تفنګچه او یو قبضه برچه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.