پولیسو په کلکان ولسوالۍ کې د درنو وسلو ۳۰ ډزه ګولۍ کشف او ترلاسه کړې

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۹ - ۱۵:۲۵
01

د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۰ ډزه بي‌ام‌یک ګولۍ، ۸۲ ملي‌متري توپ او ۸۲ ملي‌متري توغندی کشف او ترلاسه کړي دي.
د افغانانو دښمنانو غوښتل له دې مهماتو څخه په استفاده په کابل کې ترورېستي بریدونه ترسره کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له‌خوا کشف او له منځه یوړل شول.