د ۱۳۹۸یم کال له نشهيي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي راپور له رسنیو سره شریک شو
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت، نن له رسنیو سره د تېر کال له نشهيي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي د راپور د شریکولو برسېره؛ د نشهيي توکو د ۱۰ تنه هغه قاچاقبرانو نوملړ چې د پولیسو تر څار لاندې دي، شریک کړ او له خلکو یې وغوښتل څو د یادو کسانو په پېژندنه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د نشهيي توکو پر کارخونو او قاچاقبرانو له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو عملیاتو زیاتوالی موندلی و.
له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت د سروې برخې مشر سید نجیب الله احمدي د دې راپور د تشرېح پرمهال وویل، چې په تېر یوه کال کې له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشهيي توکو د قضیو په تړاو ۲۳ لوی قاچاقبران، د عامه خدمتونو ۶۸ تنه موظفین، ۹۶ ښځې، ۹ ماشومان او ۸ بهرني اتباع نیولي دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې د ۱۳۹۸یم کال په لړ کې له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو نږدې ۱۱۷۰ ټُنه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي؛ چې دا د تېرو کلونو په پرتله نهه برابره ډېروالی ښيي. نوموړي همداراز وویل، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د نشهيي توکو ۹۶ لابراتوارونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشهيي توکو د کشف او ضبط سربېره؛ له قاچاقبرانو څخه نږدې یو میلیون ډالره نقدې پیسې، ۶۰۴ عرادې لېږدوونکې واسطې، ۴۵۵ میله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۲۹۳ سیټه موبایلونه، ۱۴ پایې مخابرې او د نشهيي توکو قاچاقبرانو ته اړوند د نشهکوونکو تابلېتونو ۲ پايې ماشینونه هم ترلاسه کړي دي.