درېیو ولایتونو کې پينځه تنه د قتل او وسلهوالو غلاوو په تړاو ونیول شول
د هرات، جوزجان او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پينځه تنه د وژنې او وسلهوالو غلاوو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یو کس د قتل، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو کس د خپلې مېرمنې د قتل او د تخار ولایت په تالقان ښار کې درې تنه د وسلهوالو غلاوو په تړاو نیولي دي.