ستر امنیتي معین د افغانستان د کسبګرو او هټيوالو خونې له استازو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې استازو سره په لیدنه کې د دوئ ټولې ستونزې واورېدې او اړونده مسؤلینو ته یې جدي سپارښتنه وکړه چې ټولو هغه کسانو ته چې په ښار کې د لومړنيو خوراکي توکو پلورونکي دي او یاد توکي له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدوي اجازه ورکړل شي او په هیڅ صورت دې د دوئ د ورځينو کارونو پروړاندې مزاحمت نه کوي.
ښاغلي قانع د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې له استازو څخه مننه وکړه چې د کابل ښار د کلک قرنطین پرمهال هم دوئ د خپلو خلکو لپاره د لومړنیو خوراکي توکو لپاره لاس په کار دي او هڅه کوي چې هېوادوال د خوراکی توکو له نشتون سره مخ نشي.
دغه راز امنیتي معین د کسبګرو او هټیوالو خونې له استازو څخه وغوښتل ټول هغه هټیوال چې لومړني خوراکي مواد په ښار کې پلوري له هغوئ سره باید د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رسمي کارتونه هم شتون ولري څو د پولیسو له لورې ورته مزاحمت ونشي.
په پای کې د افغاستان د کسبګرو او هټيوالو خونې استازو د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې د دوئ ستونزې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ټول هغه هټيوال چې په ښار کې لومړني خوراکي توکي پلوري، هغوئ ټولو ته به سپارښتنه وکړي چې د کسبګرو او هټیوالو خونې د رسمي کارتونو په لرلو سره په ښار کې فعالیت وکړي.