هرات کې اوه تنه د وسایطو د غلا او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د پنځو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د لېږدوونکو وسایطو د غلا او دوه تنه د غیرقانوني وسلو ګرځونې او ساتنې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د انجیل او ګذرې ولسوالیو او د هرات ښار د لومړۍ، پنځمې او نهمې ناحیو له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل تفنګچه، ۷۵۷۵۰ افغانۍ نقدې پيسې، دوه عرادې غلا شوي موټر، دوه عرادې زرنج ډوله موټر سایکلونه او یو شمېر نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ترلاسه شوي وسایط د اسنادو له مخې بېرته څښتنو ته یې سپارل شوي دي.