ننګرهار کې څه باندې ۵۰ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ترلاسه شول

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۱/۱۵ - ۱۳:۴۶
012

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او  ضبط کړي دي.
په یادو نشه يي توکو کې ۱۲ کیلوګرامه هیرویین، ۹ کیلوګرامه امفیتامین او ۳۰ کیلوګرامه چرس شامل وو، چې د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې او سرخرود ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو شپږ تنه نیولي دي.