زابل کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم غړي ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په "حاجي کلان اکا" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم غړي هر یو نقیب الله چې د ترهګرو طالبانو د ۶۰ کسیزې ډلې مشري یې کوله او حمیدالله چې زابل کې یې د ځانمرګو او ترورېستي بریدونو مسوولیت پر غاړه و، نیول شوي دي.
یاد کسان د ترهګرو طالبانو دوه مهم او کلیدي غړي دي، چې زابل کې یې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهي کې مهم رول درلود.