ننګرهار کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه يي توکي په یو عراده کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې ضبط شول.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوی دی.