هرات کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د هرات پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسایطو د غلا، چپاولګرۍ او شکونې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو په بېلابېلو جرمي قضیو په تېره بیا غلا کې لاس درلود، چې د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال د غلا په بېلابېلو قضیو کې په لاس لرلو اعترف کړی او له دوی څخه دوه عرادې موټرسایکلونه او یو شمېر غلا شوي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.