کندهار کې دوه تنه د ۹۴ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۹:۵۳
3

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د ۹۴ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
په ضبط شویو نشه يي توکو کې څلور کیلو ګرامه تریاک او ۹۰ کیلو ګرامه چرس شامل دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.