کابل کې څلور تنه د نشه يي توکو د لېږد پرمهال ونیول شول

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۰
g

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ګزمې پرسونل کابل ښار کې څلور تنه د نشه يي توکو د لېږد په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوي، چې په دې قضیه کې یو کس له یو شمېر تریاکو سره نیول شوی او درې نور شکمن کسان هم پکې شامل دي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه د پولیسو پوښتنې او پلټنې روانې دي.