پولیسو ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پېر- پلور او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۰:۳۸
9

تېره ورځ د نیمروز، خوست، پروان او فاریاب ولایتونو ملي پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پېر – پلور او قاچاق او د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه نیمروز کې پولیسو ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې په یو عراده لېږدوونکې واسطې کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي؛ خوست کې هم پولیسو ۱۱ تنه چې په ښار او ولسوالیو کې به یې د نشه يي توکو پېر او پلور کولو او همداراز غیرقانوني وسلې به یې ګرځولې، له یو شمېر نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو سره نیولي؛ د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ پولیسو هم یو تن چې ۱۴ کیلو ګرامه چرس یې په یو عراده لېږدوونکې واسطې کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له شمال څخه یې کابل ته قاچاق کړي، نیولی دی؛ د یادونې وړ ده چې د فاریاب ولایت پولیسو هم د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د یو شمېر امفتامینو، چرسو، تریاکو او هیرویینو د پلور په تړاو نیولي دي.