ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر او یو کلیدي غړی ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر او یو کلیدي غړی نیولي دي.
د ترهګرو طالبانو دا ډلمشر "هجرت" نومېږي او په "بابا" مشهور دی، چې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
نوموړو په ننګرهار کې په ګڼو ترورېستي پېښو کې لاس درلود.