ارزګان کې د ملي پولیسو ۲۴۰ تنه افسران او ساتنمنان او ۱۷۱ تنه سربازان له یوې ښوونیزې دورې زده کړو وروسته فارغ شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۰:۳۸
8

تېره ورځ په ارزګان ولایت کې د شهید سترپاسوال عبدالرازق له ښوونیز مرکز څخه د ملي پولیسو ۲۴۰ تنه افسرانو او ساتنمنانو او ۱۷۱ تنه سربازانو له یوې شپږ اوونیزې دورې زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
پدې مرکز کې فارغ شویو افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو ته د زده کړو په لړ کې د مسلکي اساساتو زده کړې، د پولیسو تکتیک، بشري حقونه، اساسي حقونه، د جزا حقونه او عملیات تدریس شوي دي.
په همدې حال کې د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ۱۷۱ ملي او سیمه ییز پولیس هم تر لومړنیو زده کړو وروسته فارغ شول.