زابل کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۰:۴۲
0

د زابل پولیسو د شهرصفا ولسوالۍ په خانیزو سیمه کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
همداراز د زابل پولیسو د شاه جوی ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو کړۍ ماین له چاودنې هم مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و.