میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو او مهماتو یو پټنځای د پولیسو لاسته ورغلی
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو سره یو ځای د میدان وردګو ولایت د مرکز په اړوند قول هزاره سیمه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
د ترهګرو طالبانو له دې پټنځایه څه باندې ۵۰ ډزه د درنو وسلو ګولۍ، ۲۰ کړۍ بېلابېل ماینونه، لاسي بمونه او ځینې نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.