کندز کې يو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو
د تخار ولايت د امنيه قومندانۍ منسوبينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يو کس د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له قيده ازاد کړى او د دې کس د تښتونې په تور يې يو تن نيولى دى.
ياد کس څو ورځې دمخه د تالقانو ښار له اړوند سيمو تښتول شوى و او د کندز خان اباد ولسوالۍ ته لېږدول شوى و.