فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف او ضبط شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۳:۲۰
8

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په قرغان ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو درې بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړي دي.
دا عملیات چې د یادې ولسوالۍ په "قزل" کلي کې پر لاره اچول شوي وو، پکې د ترهګرو طالبانو درې کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او ترلاسه شوي دي.