کورنیو چارو وزارت کې د پیغمبر "صلی الله علیه وسلم" د میلاد په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۶:۴
010

نن سهار کورنیو چارو وزارت کې د حضرت محمد مصطفی "صلی الله علیه وسلم" د میلاد په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو.
د ختم په مراسمو کې یو شمېر رییسانو، جنرالانو، د ملي پولیسو منسوبینو، دیني عالمانو او روحانیونو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت عقیدتي او فرهنګي سلاکار محمد حسین حسیني نبي کریم "صلی الله علیه وسلم" د مسلمانانو لپاره د ښو اخلاقو الګو یاد کړ.
له بلې خوا ښاغلي حسیني په افغانستان کې ترهګرې ډلې د اسلام ډارونې، جاهلې او بې رحمه ډلې یاد کړې او ویې ویل، چې د دوی لاره د پیغمبر "صلی الله علیه وسلم" لار نده او د دوی لاسونه د افغانانو په وینو لړلي دي.
په همدې حال کې؛ د دې مراسمو ځینو ګډونوالو د وینا پر مهال حضرت محمد مصطفی "صلی الله علیه وسلم" د اخلاقو او ادب بېلګه یاد کړ او د نبي کریم لاروي یې د سعادت پر لار روان خلک یاد کړ.
د قرآن عظیم الشان د ختم دا مراسم پداسې حال کې کورنیو چارو وزارت کې ترسره شول، چې د تېرې شنبې په ورځ د ولایتونو د امنیه قومندانیو په جزوتامونو کې د نبي کریم "صلی الله علیه وسلم" د زوکړې په مناسبت د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم ترسره شوي وو.