فاریاب کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۳۴
5

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په "چقماق" کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او د پشتونکوټ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون نهه نور ټپيان دي.
پدې نښته کې له هېواد او خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه امنیتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.