فاریاب کې ۶۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۱۵
g

تېره شپه د هوايي ځواکونو په ملاتړ امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د افغان ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د څو مهمو ډلمشرانو په ګډون ۵۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د یادونې ده چې په دې نښته کې څلور امنیتي سرتېري ټپيان شوي او ملکي خلکو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.