د شهيد عبدالجبار قهرمان د پولیسو له ښونيز او روزنیز مرکز څخه ۴۲۷ تنه سربازانو او ۵۰ تنه ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۹:۲۷
y

د شهيد عبدالجبار قهرمان د پولیسو له ښونيز او روزنیز مرکز څخه د ۴۲۷ تنه سربازانو او ۵۰ تنه ساتنمنانو په فراغت غونډه کې د هلمند امنيه قوماندان سمونمل احسام الدين هلمندي، د هلمند والي محمد ياسين خان، د ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان او د يو شمېر نورو نظامي او ملکي ادارو مسوولينو ګډون کړى و.

 د هلمند امنيه قوماندان سمونمل احسام الدين هلمندي د خبرو پر مهال يادو فارغینو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې دا په موږ ټولو فرض ده، چې د خپلو هېوادوالو له سر او مال ساتنه وکړو.
 
همدارنګه د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان هم فارغينو ته د مبارکي ترڅنګ زياته کړه چي  پوليس بايد د خپلو هېواد والو د ښه امنيت په موخه د خپلو مهارتونو چي د استادانو لخوا ورته ښودل شوي استفاده وکړي ترڅو عام ولسونه له ښه امنيت څخه برخمند شي.
د غونډې په پاى کې فارغ شوي سربازان او ساتنمنان د فراغت د سندونو او ستاينليکونو په ورکړې ونازول شول.