فاریاب کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
تېره ورځ د فاریاب ولایت پولیس د پشتونکوټ ولسوالۍ په چقماق کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
پدې نښته کې له خاورې او هېواده د دفاع په لار کې درې امنیتي سرتېري هم شهیدان شوي دي.