سرپل کې د ترهګرو طالبانو هغه ډلمشر ووژل شو چې په ټاکنو کې د ګډونوالو د ګوتو غوڅولو قصد یې درلود.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۵:۱۳
ف

نن سهار د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د سانچارک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د ترهګرو طالبانو دا ډلمشر "ناصر" نومېږي او له هغې وروسته د پولیسو لخوا ووژل شو چې نن سهار یې له خپلو دوه نورو همکارانو سره یو ځای د سانچارک ولسوالۍ په "توپ خانه" سیمې کې په پټه د پلټنې تمځای جوړ کړی و او د دې ولسوالۍ له عابرینو یې د پیسو له اخیستلو سربېره د هغو کسانو ګوتې غوڅولې، کومو چې په ټاکنو کې ګډون کړی و.