د اوبې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۷/۱۲ - ۱۰:۳۰
ق

تېره شپه ترهګرو طالبانو د هرات ولایت پر اوبې ولسوالۍ د برید قصد درلود، چې د ملي پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول.

د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د اوبې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو تش په نامه ولسوال "ملا متین خادم" له اوه نورو ترهګرو طالبانو سره وژل شوی دی.

خادم د اوبې ولسوالۍ سربېره د درېیو نورو ولسوالیو نظامي مسوولیت هم پر غاړه درلود.