پولیسو د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران ونیول.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۷/۱۲ - ۱۰:۱
h

له نشه يي توکو سره د مبارزې او د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران او پلورونکي نیولي دي.
یاد کسان د ننګرهار ولایت له نازیانو، سره رود او غني خېلو ولسوالیو او د دایکندي د مرکز له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۳۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو، چرسو او تریاکو له ډوله ضبط شوي دي.
د یادونې ده چې له دې کسانو څخه یو شمېر وسلې او نقلیه وسایط هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.