سمنګان کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۹:۵۶
ث

تېره ورځ د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ انجینیرۍ ډلې پدې ولایت کې څلور ماین چاودنې شنډ کړې دي.
ترهګرو د رويي دواب ولسوالۍ په قلعه سرخ کلي او د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر کلي کې څلور کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.