هرات کې څلور تنه د باج اخیستنې په تور ونیول شول.
د هرات پولیسو د دې ولایت د ۱۲ حوزې په اړوند سیمو کې څلور تنه د باج اخیستنې په تړاو نیولي دي.
دا څلور تنه هغه مهال د پولیسو لخوا ونیول شول، چې د ۱۲ ناحیې مېشتو پولیسو ته شکایت کړی و او دا څلور تنه په زورواکۍ هم تورن وو.