کابل کې له یوې چاودنې د مخنیوي سربېره ننګرهار کې هم د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ضبط شوه.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۰:۲۳
ف

نن سهار د کابل د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د یو کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی وکړ.
ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین په یو موټر کې ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا شنډ شو.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې هم د ترهګرو طالبانو له چاودېدونکو توکو یوه ډکه زېرمه کشف او ضبط کړه.
پدې زېرمه کې د چاودېدونکو توکو نږدې ۲۰ بورۍ ځای پر ځای شوې وې.