د ملي پولیسو نږدې ۲۰۰ تنه منسوبین له یوې څلور کلنې ښونیزې دورې فارغ شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۳:۱۵
ل

د کورنیو چارو وزارت ۱۹۰ تنه محصلین چې څلور کاله دمخه د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو " استاف کالج"  پوهنتون ته جذب شوي وو، تېره ورځ یې د خپلې څلور کلنې ښونیزې دورې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي چې پدې فراغت غونډه کې ګډون کړی و، ویې ویل، چې د دې محصلینو فراغت د افغانستان د ملي پولیسو په مسلکي سازۍ کې یو مهم ګام دی.

ښاغلي اندرابي وویل، چې دا وزارت د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې مسلکي او تخنیکي کدرونو ته اړتیا لري او په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ورځ تر بلې د هېواد د ملي پولیسو د مسلکي مهارتونو په لوړولو کې رغنده ګامونه پورته کوي.

پدې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په تېره اونۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي پولیسو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د تېرې اونۍ په درشل کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول هېواد کې ترهګر طالبان وځپل او ډېری سیمې یې د دوی له شتونه چاڼ کړې او همدا د دې لامل شول، چې دښمن د جګړې په ډګر کې خپله روحیه بایلي او په همدې هدف عامه ودانۍ او عام المنفعه پروژې په نښه کوي.

په همدې حال کې د ملي پولیسو د لوړو زده کړو د سترې قومندانۍ قومندان پاسوال محمد جمعه عدیل د دې بنسټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته له دې بنسټ څخه د کورنیو چارو وزارت له ملاتړ څخه مننه او درناوی وکړ.

د غونډې په پای کې د دې ښونیزې دورې یوه محصل مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي هم د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ملاتړ درناوی وکړ او ویې ویل، چې همدا ملاتړ د دې لامل شو چې محصلینو دا څلور کلنه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوه.