ارزګان کې ۳۵ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او هوايي ځواکونو سره په ګډه د ارزګان ولایت د مرکز په نچین سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د درېیو نومول شویو قومندانانو "منصور، قدوس او وارث" په ګډون ۳۵ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د ګډو افغان ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښتو کې د ترهګرو طالبانو یو میل راکټ، یو میل کلاشینکوف، یو میل M-16 او یو شمېر نور جنګي تجهیزات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.