پولیسو یو تن د څارویو، پیسو او مبایلونو د غلا په تور نیولی.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۵:۹
f

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یو تن د ۱۱ پسونو، ۱۲ زره افغانیو او د یو شمېر مبایلونو د غلا په تړاو له یو میل وسلې سره نیولی دی.