زابل کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو او ځانګړو ځواکونو په کتلی مانده کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده هاموې ټانګ هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
په دې عملیاتو کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.