غور کې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، په غور ولایت کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غور ولایت د فېروزکوه په لویدیځو سیمو او په دولتیار ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د نښتو په لړ کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.