د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر ونیول شو.
تېره ورځ د حامد کرزي د نړیوال هوايي سرحدي پولیسو یو تن د نږدې دوه کیلو ګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو له پېژندنې وروسته نیولی دی.
نیول شوي کس دا توکي په یوه بیک کې په ځيرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې ونیول شو.