غزني کې یو وسله وال حرفوي غل ونیول شو.
تېره ورځ د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو وسله وال حرفوي غل نیولی.
یاد کس د غزني ولایت د لومړۍ حوزې په اړوند سیمو کې د یوې صرافۍ د ویترین په ماتولو سره ۱۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې غلا کړې.
له نیول شوي کس څخه پیسې او یو قبضه چاقو د پولیسو لاسته ورغلي او پیسې بېرته څښتن ته یې ورسپارل شوې دي.