اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار، فاریاب، خوست او کابل ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه څه باندې ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي او څلور میله وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.
د دې کسانو له ډلې یو تن د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو له درې میله وسلو سره، درې تنه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۴۴ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو، درې تنه په خوست ولایت کې د پنځه کیلو ګرامه شیشه د پلور په تړاو او یو کس د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې له یو میل وسلې سره نیول شوي دي.