بلخ کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول.
د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر د بندرونو آمریت منسوبینو په حیرتان ښارګوټي کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران نیولي دي.
یادو کسانو په خپله خېټه کې یو شمېر هیرویین ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې ازبکستان هېواد ته یې ولېږدوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.