پروان کې درې عرادې غلا شوې واسطې د پولیسو لخوا ونیول شوې.
تېره ورځ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې عرادې غلا شوې واسطې د یاد ولایت له اړوند سیمو نیولې.
یوه واسطه د یوه کور دننه او دوه نورې یې د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوې دي.
د یادو قضیو په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.
نیول شوې واسطې بېرته خاوندانو ته یې سپارل شوې دي.