غور کې یو کس د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د غور ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس چې د پولیسو پر کاروان په برید تورن و، له پېژندنې وروسته نیولی.
نیول شوي کس شپږ کاله دمخه د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی و، چې د ډزو په پایله کې یې څو پولیس ټپیان او یو عراده نقلیه واسطه یې سوځولې وه.
یاد تورن تېره ورځ له یو همکار او وسلې سره یې د غور ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیولی دی.